د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په ده افغانانو سیمه کې د ۱۰۶ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې. د دغه ولایت د والي مرستیال وايي، چې د دې استنادي دېوال په جوړېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه د سیلاب څخه په امن شي. نوموړي ویلي، هڅه کوي د ولایت په کچه دې ته ورته لا زیاتې پروژې پلې کړي. ورته مهال د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وحیدالله راشد وايي، دغه دېوال ٣ زره ٦٠٠ متره اوږدوالی لري، چې ۹۰ سلنه بودجه د مالیې وزارت او ۱۰ سلنه کلیوالي شوراګانو لخوا ورکول کېږي، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.








