په ننګرهار کې د پوهنتونونو استادانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې له نوموړي څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې. له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ننګرهار پوهنتون کې د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او مخورو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ احمد طارق ویلي، افغانان باید مجبور نه شي چې خپلې لوڼې او خویندې پردي چاپیریال ته یوسي. په یاده ناسته کې قومي مشرانو ویلي، ملت باید په حکومت کې ځان وویني او حکومت ته پهکار ده چې اوس په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.








