د غزني امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوه کور چت را پرېوتی چې له امله یې درې ښځې مړې شوي او یو ځوان سخت ټپي شوی دی. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي ویلي چې دا پېښه پرون د دغه ولایت د آببند ولسوالۍ په چوره سیمه کې شوې ده. د هغه په وینا، دغو ښځو د «ګنبدو لرونکو» کور بام کاګل کاوه چې چت یې لوېدلی او دوی ته یې مرګژوبله اړولې ده. نوموړی زیاتوي چې په یاده پېښه کې درې ښځې مړې شوي او یو ځوان سخت ټپي شوی دی. د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې له کبله یې یوشمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.








