د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل ښار کې د زاړه وسایطو جواز سیر چې له عادي حالت څخه ډېر دود کوي؛ قید کېږي. دغه ویلي د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او ترافیکو ریاست په ګډه همکارۍ، د کابل ښار په مختلفو ګڼ مېشتو سیمو کې د زړو او دودکوونکو وسایطو د څارنې لپاره ۱۳ چک پاینټونه جوړ شوي چې هره ورځ په ټاکلي وخت کې زاړه وسایط چې له عادي حالت څخه زیات دود کوي؛ درول کېږي او له موټر چلوونکو څخه جواز سیر تر هغې پورې قیدکېږي چې د خپلو وسایطو ماشین نه وي جوړ کړی. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د دې پروسې د څارنې په موخه د دود کوونکو او زړو وسایطو د درولو کمېټې غړو چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر غاړه ده؛ نن د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دود کوونکو او زړو وسایطو د توقف له چک پاینټونو څارنه کړې ده.








