د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د روان ۲۰۲۳ له پیل راهیسې یې تراوسه په افغانستان کې ۵.۷ میلیونو کسانو سره یا نغدې مرستې کړي او یا یې هم د کوپون له لارې هغوی ته د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانانو سره دا مرستې د اضطراري حالاتو لپاره د ملګروملتونو د سکتریت د بودجې، د فرانسې د دپلوماتیکي ادارې او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د شوو مرستو څخه برابرې شوي دي. د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دې مرستو هدف مرستو ترلاسه کوونکو ته د توکو د اخیستلو په برخه کې د توکو پر اخیستلو کنټرول، د خوړو د مرستو کمېدل او د سیمه ییز اقتصاد پیاوړتیا سره مرسته ښودلې ده.








