د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د څه باندې یو سل او نوي میلیونه ډالرو په ارزښت د تړونونو تر لاسلیکیدو وروسته، په پلازمېنې استانه کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون نن پای ته رسیږي. په دې نندارتون کې چې په اویا غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی، وچې او تاز میوې، زعفران، ګرانبیه کاڼي، غالۍ، لاسي صنایع، جوس او د سبزیجاتو بېلابېل ډوله نندارې ته کېښودل شوې دي. په دې دا نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان شاوخوا درې سوه سوداګرو برخه اخیستې وه. د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین ویلي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ تر درې میلیارډه ډالرو پورې سوداګري رسیدلی شي. ژومانګارین زیاته کړې چې افغانستان دوی ته ډیر اهمیت لري. د قزاقي سرچینو په وینا، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ تجارت څه باندې درې سوه شپاړس میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.








