د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دوحه کې د امریکا له استازي غوښتي چې پر سرپرست حکومت بندیزونه لرې کړل شي. د سرپرست حکومت ویاند وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا له استازو سره په لیدنه کې همدارنګه له هغوی غوښتي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې خنډ رامنځته نه کړي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، په بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د کونسلي خدماتو رسېدل هم مهم موضوعات وو چې بحث ورباندې وشو. په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې غونډه چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ پهکې يوه پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا استازي، توماس وېسټ او د بشر او ښځو حقونو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري حضور درلود، پرون پای ته ورسېده.








