د څو اروپایي هېوادونو په ځنګلونو کې د هوا د ګرمېدو له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده. دغه طبیعي اورلګېدنه د فرانسې په جنوب لودیځ، پرتګال او هسپانیا کې رامنځته شوې ده. راپورونه وایي د اوروژنې زرګونه کارکوونکي ددې اور په کابو کولو بوخت دي.
اورلګېدنه د چټکې پراختیا په حال کې ده چې له امله یې زرګونه کسان تخلیه شوي او لسګونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. له دې سره جوخت د اور وژنې د ډلې یوه الوتکه هم په ځنګلونو کې لوېدلې ده چې له امله یې پيلوټ وژل شوی دی. د یادو هېوادونو چارواکو ویلي چې د اور د کنټرول لپاره یې پراخې هڅې پيل کړې دي او ژر به یې په کابو کولو بریالي شي.