د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره او همداراز د بشري مرستو د همغږۍ ادارو په خپلو جلا راپورونو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو پر دوام یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده. دغه بنسټونه په دې باور دي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو کمېدل به، تر ډېره د دغه هېواد ښځې او نجونې زیانمنې کړي. له بل لوري سرپرست حکومت بیا له نړۍوالو غواړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په وینا یې دمګړۍ په هغو برخو کې چې، د ښځو کار ته اړتیا ده، پر کار بوختې دي.








