یو شمېر سوداګر وايي له هېواده بهر ته د بانکونو له لارې د پيسو په لېږد کې محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي دي. دغه سوداګر نیوکه کوي چې له هېواده بهر د خپلو توکو د پېرلو لپاره پيسې په لوړ لګښت او د صرافیو له لارې لېږدوي. خو د افغانستان بانک وايي، چې سوداګریز بانکونه کولی شي، سوداګریزې معاملې ترسره کړي او له هېواده بهر ته پيسې ولیږي. بل پلو د شهزاده سره د صرافانو ټولنه وايي، چې په تېر یوه کال کې سوداګرو څه باندې څلور میلیارد ډالره د صرافیو له لارې، د توکو د پېرلو لپاره بهر ته لېږلي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې هرکال افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو نه د څه باندې شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي راواردیږي.








