د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په شمال زون کې د لمریزي برېښنا یا سولر د څه باندې درې زره تختو د وېش اعلان کړی. دا سولر پینلونه یا تختې تر ډېره په راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو وېشل شوي دي. د یو اینایچ سي آر افغانستان څانګې پر خپل ټویټر لیکلي چې یوازې یې په بغلان کې په ۱۳۰ کورنیو سولري تختې وېشلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ډاډ ورکړی چې له افغان راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې کوي، خو مهمه ده چې د دوی لپاره کافي بودجه په واک کې ورکړل شي.








