د کورنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي دي. کورنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دغې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په جوړېدونکو غونډو کې باید د سرپرست حکومت استازو ته د ګډون حق ورکړل شي. په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي، چې په وروستیو کې د افغانستان امنیت کې د پام وړ ښهوالی راغلی او له لرو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی او دوی په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.








