ملي دفاع وزارت وايي، چې د وسله وال پوځ د لوی درستيز د مرستیال په مشرۍ د ایران د وسلهوال پوځ د لوی درستیز له مرستیال او مل پلاوي سره د ګډو همکاریو دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې. یاد وزارت زیاتوي؛ په دې لیدنه کې دواړو لورو د نړۍوالو او سرحدي ژمنو پر بنسټ خپل نظریات، وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې او په راتلونکي کې په لازمې همغږۍ ټینګار وشو. دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی دی، چې د حقابې موضوع د ایراني چارواکو غږ پورته کړی دی. خو د سرپرست حکومت دفاع وزارت ویاند وایي، چې دغه پلاوي د دفاع وزارت له چارواکو د سرحدي مسایلو، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د ستونزو د حل په تړاو سره خبرې کړې دي. د وسله وال ځواک د لوی درستیز مرستیال له ایراني پلاوي سره په خبرو کې ویلي دي، چې سرپرست حکومت تل له ایران سره ښې اړېکې غواړي.








