د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو جې اووه ډلې په یوې ګډې اعلامیه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر بندیزونو نیوکه کړې ده. د دغو هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما ښار کې د خپلې غونډې د پای په ګډې اعلامې کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او پر سرپرست حکومت یې غږ کړی چې د خلکو په ماناداره ګډون سره په ملي کچه د خبرو د پېلېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دوی همدارنګه له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغانانو او نړۍ پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په وړاندې وکاروي. بل خوا، د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال له افغانستان سره د سیمي د هېوادونو همکاري او مرسته ستايي او ټینګار کوي چې اوسمهال د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده او په هېواد کې ټولګډونه حکومت رامنځته شوی دی.








