د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په مهماتو ککړ او ډېری تلفات یې ماشومانو ته اوړي. یونیسف وايي، د روان کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ میاشتو کې د بمي چاودنو له امله ۱۳۴ ماشومان معلول او یا هم وژل شوي دي. په افغانستان کې د یونېسف استازي فران اکیزا ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه په پراخه کچه درېدلې ده، خو د لسیزو جګړو له امله د ماشومانو حقونه هره ورځ تر پښو لاندې کېږي. خو د سرپرست حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې دد ماين پاکۍ اړوند بنسټونو فعاليت بسنه نهکوي او په دې برخه کې بايد لا زياتې همکارۍ وشي. په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې د جګړو د بېلابېلو اړخونو لهخوا ډېر ناچاوده ماینونه او مهمات خښ شوي او د ماین پاکۍ د بنسټونو له کلونو هڅو سره سره لا هم په ځینو سیمو کې پاتې دي.








