د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه خلک د بېوزلۍ په درشل کې دي. په افغانستان کې د یونېسف استازي فران اکیزا په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې، په افغانستان کې فقر پر ماشومانو نیغ په نیغه اغیز پرېباسي او له همدې امله ۱٫۶ مېلیونه ماشومانو خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړې ده. نوموړی وايي له بندیزونو سره سره دوی په افغانستان کې پاتې دي او دا اداره هڅه کوي چې پر ماشومانو د بېوزلۍ بار راکم کړي. بلخو، د سرپرست حکومت ویاند په هېواد کې اقتصادي ستونزې د بندیزونو له امله ګڼي او وایي، په هېواد کې د بېوزلۍ د کمېدو لپاره پهدې هڅه کې دې چې پراختیايي پروژې بېرته پیل شي.








