چین او پاکستان اعلان کړی چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز یا سيپېک د میلیاردونو ډالرو پروژه افغانستان ته غځوي. دا اعلان په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د تېرې اونۍ له غونډې وروسته شوی دی. د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د جوړولو کار پیل شوی، د چین له کاشغره د بلوچستان تر ګوادر بندره غځېدلی دی. دا پروژه د چین د کمربند او لارې نوښت برخه ده، چې له مخې یې بیجېنګ غواړي په شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو کې د لویو لارو جوړولو، اورګاډو پټلۍ غځولو او د بندرونو رغولو کې پانګونه وکړي. چین د کمربند او لارې نوښت پروژې د سیمه ایز اتصال او اقتصادي همکاریو وسیله بولي او پدې پروژو کې یې د افغانستان د ګډون ملاتړ اعلان کړی دی. د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، په دې توګه به دوی پانګونې جلب کړي او د ټرانزیټ او صنعت په برخه کې به لاسته راوړنې ولري.








