په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون په وروستۍ ورځ په کور دننه د صنعتي تولیداتو د کیفیت پر ښه کېدو او په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر اړتیا ټینګار وشو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، چې د ټيټ کیفیته توکو د تولید د مخنیوي لپاره یې معلوماتي بانک جوړ کړی دی. ورته مهال د اقتصاد وزارت سرپرست له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره پانګونه وکړي. د صنعت اونۍ په نندارتون کې۶۰۰ صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و. د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، له دغه نندارتونه ۱۶۰ زره کسانو لیدنه کړې چې ۴۰ سلنه یې ښځې دي.








