د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په سپېدار ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د سیاسي کمېسیون غړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د مېرمن اوتونبایوا مرستیال مارکس پوتزل هم حضور درلود. په دې لیدنه کې له سرپرست حکومت سره پر تعامل، په دوحه کې د جوړې شوې غونډې په هکله او همدارنګه د راتلونکې جوړوېدونکې غونډې، له افغانستان سره پر رغنده تعامل او له نشه يي توکو سره پر مبارزې ټينګار شوی دی. اوتونبایوا ویلي کومه غونډه چې دوه اونۍ مخکې په قطر کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو دوام او له سرپرست حکومت سره تعامل ته لېواله وو. مېرمن روزا اوتونبایوا زیاته کړې، چې په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل پر دوام، هر اړخیز بحثونه وشي.








