د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي چې اروپايي ټولنه به په کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور وساتي. توماس نیکلسون پرون افغانستان ته د خپل یوه اوونیز سفر په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د سرپرست حکومت له یو شمېر چارواکو سره په کتنه کې یې د اروپایي ټولنې دا دریځ بیا روښانه کړی، چې د دوی خلاف د وسله وال مقاومت سیاسي او اقتصادي ملاتړ نه کوي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړه، چې د دوحې په ناسته کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د یوه جامع حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی او د سرپرست حکومت له مشرانو سره یې په لیدنه کې هم دغه موضوع تکرار کړې ده. توماس نیکلسون په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماټیک حضور په اړه ویلي چې نړیوال شریکان او یو شمېر افغانان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماټیک حضور پر دوام ټینګار کوي. ده زیاته کړې د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې په لیدنه کې له هغوی څخه اورېدلي چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.








