د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په بامیانو کې د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې د افغان دراني د کان کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک کړی دی. د خبر له مخې؛ د بامیانو د اول نمبر یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل ساحې د سربو او جستو کان د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور له لوري د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت له رییس سره لاسلیک شو. د یادونې وړ ده، چې دغه قرارداد د پنځو کلونو لپاره د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت ته ورکړل شوی دی. ددې تړون د لاسلیک د شرایطو په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.








