په کندهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله درې تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه پرون د کندهار ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د حاجي عزيز په سيمه کې رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان دوه وروڼه او يوه خور وه، چې په يوه نوي جوړ شوي کور کې یې، له يوې زړې ناچاوده مرمۍ سره لوبې کولې، چې چاودنه پرې وشوه. د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې تل د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي. څه موده وړاندې په ميدان وردګو ولايت کې هم د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ټپيان وو.








