د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي تمه لري چې د افغانستان د سرپرست حکومت مشران د هغه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په هکله خپلې ژمنې عملي کړي چې قومي او سیاسي ډلې په کې شاملې وي. سرګي لاوروف د شانګهای د بهرنیو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې له پایته رسېدو وروسته ټینګار کوي، چې اوسمهال د افغانستان وضعیت بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري. بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي، چې داسې قانع کوونکي شواهد شته، چې ښيي امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي. دغه روسی چارواکی وایي، چې امریکا سیمې او د افغانستان شاوخوا ته د خپلو نظامي اډو د راستنولو په هڅه کې ده. تر دې وړاندې، د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي دي، چې په دې غونډه کې د دوی لومړیتوب په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندیتوب دی.








