سرپرست حکومت د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په تړاو د دوحې غونډې د ځینو ګډونوالو اندېښنې بې ځایه او بې بنسټه ګڼي. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. بلخوا سرپرست حکومت له افغانستان سره د نړۍ د تعامل په هکله څرګندونې ستايي او له ملګرو ملتونو غواړي چې، په نورو ورته جوړېدونکو غونډو کې د سرپرست حکومت استازي ته هم بلنه ورکړي. د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو په کوربتوب د قطر په دوحه ښار کې ترسره شوه.








