د سرپرست حکومت له ګډون پرته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه د قطر پلازمینې دوحه کې د بندو دروازو تر شا پیل شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د دې غونډې مشري کوي، او پکې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازي ګډون کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویانده پاولینا کیوباک په یوې خبري غونډه کې ویلي چې سرمنشي قطر ته تللی او دیادې غونډې مشري کوي. ټاکل شوې ده، چې د غونډې په پای کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د دې کنفرانس جزیات په ډاګه شي. په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر د خپل هېواد په استازیتوب چې ورسره په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني هم ملتیا کوي، ګډون کړی. د غونډې تر پیل مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې، په دې ناسته کې به له نړۍوالو او سیمهییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړي. بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړۍوالو سازمانونو غواړي چې په دغه ډول غونډو کې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي ته هم بلنه ورکړي.








