ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربتوب د دوحې غونډه جوړه شي. دغه غونډه به نن او سبا د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه وي. د فرانسې ۲۴ خبري رسنۍ د ډيپلوماټيکو سرچینو له خولې خبر ورکړی چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویو حیاتي عملیاتو په تړاو خبرې وکړي. بل خوا، د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس په افغانستان کې د یوناما له سیاسي مسوولې غوښتي چې باید د دوحې په غونډه کې د سرپرست حکومت د لاسته راوړڼو په تړاو کره معلومات وړاندې کړي او ګډونوال د ا.ا په رسمیت پېژندلو ته وهڅوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي دي، چې د دوحې غونډې ته د سرپرست حکومت استازی نه دی بلل شوی.








