د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله چې پرون کابل ته راغلې- وايي، په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هم له سرپرست حکومت سره د دوی په ادارو کې د ښځو د کار کولو په اړه خبرې کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلین ترګس ویلي، دغه سازمان له څو لسیزو راهيسې په افغانستان کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي او په دغه هېواد کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. هغه وایي، په دغه ماموریت کې به دوی د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو او نارینهوو د کار کولو په اړه هم خبرې وکړي، ځکه چې د ښځو کار په دغه سازمان کې حیاتي مسأله ده. نوموړې داسې مهال کابل ته داسې سفر کوي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۷ میلیونه افغانان کډوال دي چې لویه برخه یې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي.








