د افغانستان سرپرست حکومت د شانګهای همکاریو سازمان په وروستۍ غونډه کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د ځينو ترهګرو ډلو حضور د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته ګواښ دی. د سرپرست حکومت ویاند په یوې اعلامیه کې لیکلي، په تېرو څه کم دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو امنیت له ګواښ سره نهدی مخ شوی. اعلامیه زیاتوي، سرپرست حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او له نورو هېوادونو هم تمه لري چې د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو لپاره د دا خلېدو هڅه کوي.








