د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۴ لکه او ۲۰زره ماشومانو ته لږ تر لږه یو مهم واکسین نه دی لګول شوی. دغې ادارې پرون د خوندیتوب نړیوالې اونۍ په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، یو لک او ۹۸زره نورو ماشومانو بیا هېڅ واکسین نه دی لګولی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې هر ماشوم ته واکسینونه پر سم لوري برابر کړای شي. روغتيايي څارونکي وايي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې لا هم ګڼ کسان د واکسینونو په اهمیت نه پوهېږي، یا خپلو ماشومانو ته واکسین نه لګوي.








