د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ دښت ټوپ سیمه کې د یو ناچاوده توکي چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک وایي، چې دا چاودنه پرون تر غرمې وروسته په شاوخوا درېیو بجو شوې ده. هغه زیاته کړه چې د پېښې قرباني شویو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم وو. نوموړي وویل، چې د پېښې ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي. په میدان وردګو ولایت کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کیږي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې سلګونه کسان د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.








