برېښنا شرکت وايي، د خپلو پورونو راټولولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. د برېښنا شرکت عملیاتي رییس وايي، دغه کمېټه د یاد شرکت استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له استازو جوړه شوې ده. برېښنا شرکت وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د دغه شرکت عواید زیات شوي دي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې تمه کېږي چې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ماهیپر توربین بیا ورغول شي او د دغه بند ظرفیت ۲۵ میګاواټو ته لوړ شي.








