د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، په یوې خبري ناسته کې ویلي چې تهران په افغانستان کې له پراخبنسټه حکومت، سولې او ټیکاو ملاتړ کوي. کنعاني، د افغانستان په وړاندې د ایران بهرنی سیاست اصولي، روښانه او بې تناقضه ګڼي. ایران له بېجینګ یوه اونۍ وروسته د سرپرست حکومت پر وړاندې خپله تګلاره څرګنده کړه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د ټولو قومونو د استازو په حضور سره د ټولګډونه حکومت جوړېدل غواړي، په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د بهرنیو لوبغاړو د لوبېدو او د بهرنیانو د لاسوهنې مخالف دی او د نشه یي توکو د تولید پروړاندې د مبارزې غوښتونکی دی. کنعاني زیاته کړه، تهران به د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د پام اړولو لپاره د یوه واحد لیدلوري د رامنځته کولو په موخه له سرپرست حکومت سره دوه اړخیزې او د سیمې له هېوادونو سره څو اړخیزې غونډې په جدي توګه تعقیب کړي. بل خوا، سرپرست حکومت وایي، چې تهران باید له کابل سره خپلې اقتصادي او ډيپلوماټيکې همکارۍ د عمل په ډګر کې وښيي.








