د عامې روغتیا وزارت د خوړو نړۍوال پروګرام هغه راپور ردکړی چې ګواکې په افغانستان کې د ورځې ۱۶۷ ماشومان د داسې عواملو له امله مړه کېږي چې مخنیوی یې شونی دی. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور او ماشومان د صحت لپاره په تېر یونیم کال کې په کافي اندازه کار ترسره کړی دی. نوموړی وايي، د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري یو بې اساسه راپور خپور شوی چې ګواکې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ده په خبره دا یو بې اساسه راپور دی او له حقیقت څخه لرې دی.








