راپورونه وايي چې پاکستان بېرته خپل شارژدافېر افغانستان ته استوي. پاکستان څه باندې څلور میاشتې مخکې خپل شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني وروسته له هغه اسلام اباد ته ور وغوښت چې په هغه باندې د وسله والو لخوا برید وشو. په هغه برید کې نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو. تازه د پاکستان د حکومت سرچینو رسنیو ته ویلي چې پرېکړه شوې همدا اونۍ شارژدافېر بېرته کابل ته ولېږل شي. کابل ته د پاکستاني شارژدافېر د بېرته تګ پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي.








