د افغان جاپان مسوولین وايي چې په کابل کې په وروستو اونیو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتوالی موندلی دی. د افغان جاپان روغتون د کووېډ ۱۹ څانګې رییس وايي چې په دوو وروستیو اونیو کې د ۲۱۴ تنو له ډلې چې معاینه شوي د څه باندې ۷۰ تنو د کرونا ویروس پایله مثبته راوتلې ده. یو شمېر ډاکټران د دې ناروغۍ د زیاتېدو لامل د هوا ګرمېدل، په یوه ځای کې د خلکو راټولېدل او د کابل د اوسېدونکو نه پاملرنه بولي. د افغان جاپان روغتون د شمېرو له مخې، پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د کب میاشتې پرتله له څلوېښت تر پنځه څلوېښت سلنې زیات شوی دی.








