د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل هغه وخت شونې دي چې په افغانستان کې پراخبنسټه حکومت جوړ او د ښځو او نجونو حقونه رعایت شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، په یوې خبري غونډه کې کړې دي. سرګي لاوروف له سرپرست حکومت سره د روسیې او دغو هېوادونو د اړیکو پر اړتیا او ساتلو ټینګار کړی دی. سرګي لاوروف د افغان سرپرست حکومت ترکیب ټولګډونه نه ګڼي او وایي، چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل، د ټولګډونه حکومت په جوړېدو، د رایې حق ته په درناوي، زده کړو، کار او بشري حقونو پورې تړلي دي.








