د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره په لیدنه کې په ډاګه کړې چې افغانستان چمتو دی د افغان ټرانس رېل پټلۍ ترانزيټي پروژې چارې پیل شي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان دګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې دکوربه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره ولیدل. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان او ازبکستان مشترک دین او ژبه لري او ښه اقتصادي شریکان دي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان له خپل لوري چمتو دی چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ ټرانزيټي پروژې چارې پیل شي او دا کار به د سیمې په اقتصادي پيوستون کې ګټور رول ولري. د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان په تړاو د ازبکستان د ولسمشر له مثبتو دریځونو او اقداماتو مننه کړې ده. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی. سعیدوف زیاته کړه، د افغانستان اړوند مسایلو کې باید افغانستان حضور ولري او زیاته کړه چې د افغانستان له حضور پرته د افغانستان په اړه خبرې کول ګټه نه کوي.








