د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې افغانیو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت تر پخوا ډير ساتلی دی. د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد وایي، د افغانستان بانک توانېدلی چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.