د افغانستان د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د هغې غونډې په غبرګون کې چې ټاکل شوې نن د ازبیکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي، وايي سرپرست حکومت د هغو غونډو هرکلی کوي چې د افغانستان په ګټه وي. دی زیاتوي چې هېڅ هېواد باید د افغانستان له خاورې وېره ونه لري. ټاکل شوې نن د افغانستان په تړاو د روسیې او ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د ازبیکستان په سمرقند کې جوړه شي. په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به د غونډې ګډونوال د افغانستان پر سیاسي، بشري، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي مسایلو خبرې وکړي. د چارو شنونکي بیا بر دې باور دي، که دغه ډول غونډې عملي بڼې ونه لري؛ نو هېڅ ګټه به ونهکړي. له دې مخکې د افغانستان په هکله بېلابېلې غونډې ترسره شوې دي؛ خو تراوسه دغو غونډو د پام وړ پایله نه ده لرلې.








