په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري ويلي، هېواد یې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د مالیاتو په کمولو کې همکاري کوي. د افغانستان د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت اداري مرستیال حمدالله زاهد پرون په کابل کې د ایران سفارت له مرستيال غلام رضا نجاري سره ليدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د مضاعفو مالياتو نه اخیستلو مالياتي اسانتياوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګمرکي بندرونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو د تړون لاسليک په اړه خبرې کړې دي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، نجاري په دغه لېدنه کې ژمنه کړې چې هیواد يې د مالیاتو په کمولو او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو کې همکاري کوي.








