د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې تېر کال يې د ۱۰۲ ميليونه ډالرو پر ارزښت صادرات کړي دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ويلي، په تېر کال کې څه باندې ۷۶ زره ټنه وچه میوه، طبي بوټي، زعفران او نور کرنیز محصولات د خلیج هېوادونو، اروپا، امریکا او ګاونډ هېوادونو ته صادر کړي دي. سرچینې زیاته کړې؛ د هرات زوړ بازار، چې له طبي بوټو ډک دی، سوداګرو ته د غوره ګټې وټې زمینه برابروي او له همدې ځایه یاد توکي بهر ته صادریږي. د هېواد لوېديځې حوزې په تېر کال کې په زياته اندازه کرنيز محصولات صادر کړي، چې د تېرو کلونو پر پرتله يې د صادراتو کچه لوړه شوې ده. د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس ډاډ څرګند کړی، چې د صادراتو د ډېروالي او کیفیت د لوړولو لپاره به هڅې ډېرې کړي.








