د زعفرانو تولیدوونکي او سوداګر وايي، د تېرو څو کلونو په پرتله یې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. دوی د کرنې او مالدارۍ له وزارت غواړي چې د زعفرانو د کښت د پراختیا لپاره باید هڅې زیاتې کړي. دوی وايي که چېرې دې سکټور ته پاملرنه زیاته شي، زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د زعفرانو د ترویج په برخه کې یې لسو ولایتونو کې په ۲۰۰ نمایشي قطعو کار پيل کړی دی. دوی زیاتوي چې د کرنې وزارت په روان کال کې د زعفرانو د کښت د پراختیا لپاره بودجه هم ځانګړې کړې تر څو وکولی شي، چې ې مهم سوداګریز محصول تولید ته نوره هم پراختیا ورکړي.








