د باميانو د مستوفیت ریاست مسوولین وايي، چې په تېر ١٤٠١ لمريز کال کې یې ١٢٠ میلیونه، ٣١ زره او ٥٠٩ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته جمع کړي دي. د اړوند مسوولینو په خبره، چې تېر کال د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې ١ میلیارد، ٢٣١ میلیونه، ٤٩٣ زره او ٤٢٨ افغانۍ عادي بودجه او دغه راز ٨ میلیونه، ٤٥٨ زره او ٩٨٠ افغانۍ هم پراختيايي بودجه مصرف شوې ده. دوی وایي، چې د اړوند سېستم فعالول او د مالیې ورکولو بهير برېښنايي کول د تېر کال له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.








