دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت د هوايي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې چې ازمایښتي الوتنه یې هم په بریالیتوب سره ترسره کړې ده. دفاع وزارت ویلي، چې د تخریب شویو څرخکو او الوتکو ترمیم ته به ادامه ورکړي. یاده دې وي، چې د دغه وزارت د هوايي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو له دې وړاندې شاوخوا ۶۰ ډېرې له کاره لوېدلې څرخکې او الوتکې بېرته رغولې دي.








