د کندهار ګمرک مسوولین وایي په تېر ۱۴۰۱ المريز کال کې د وړم کال په پرتله د دغه ولایت د گمرک عواید ۶۵ سلنه ډیر شوي دي. د دغه ولایت د ګمرک ویاند خلیل الرحمن وردګ ویلي، د کندهار ګمرک په ۱۴۰۱ لمريز کال کې ټولټال ۱۴ میلیارد ۲۳ میلیونه ۷۴۵ زره او ۵۷۰ افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ لمريز کال کې یې ۸ میلیارد ۵۱۴ میلیونه ۲۶۱ زره او ۸۸۹ افغانۍ عواید ټول کړي وو. هغه زياته کړه، دغو شمېرو ته په کتو د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت د ګمرک عواید ۵۶ سلنه ډېر شوي دي. د هغه په خبره، دغه عوايد له بېلابېلو خوراکي او غيرخوراكي توكو، تعميراتي سامان الاتو درملو او نورو سوداګریزو مالونو څخه ترلاسه شوي چې له پاکستان او یا له همدې لارې له نورو هېوادونو هېواد ته وارد شوي دي.








