په قطر کې د افغانستان سفیر، سهیل شاهین ویلي، له پاکستان سره د مذاکراتو ډېره هڅه وشوه خو پایله یې ور نه کړه. شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې اوس پاکستان د ډيپلوماسۍ پر ځای پوځي لار غوره کړې خو ځواب یې هم لیدلی دی. نوموړي ویلي، پاکستان له افغانستانه دا غواړي چې په ټول پاکستان کې باید هېڅ د نا امنۍ پېښه و نه شي چې دا تضمین ورکول رېښتیني نه دي، هېڅوک یې چاته نه شي ورکولی. سهیل شاهین زیاته کړې، پاکستان ته لیکلی لیک ورکولی شي چې له افغان خاورې به هغه هېواد ته کوم زیان نه رسیږي.








