د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د نړۍوالو سیالیو په لړ کې د روسیې وزلوبې لوبډلې ته ماته ورکړه. د هېواد د وزلوبې فدراسیون د مالوماتو له مخې، د افغانستان ملي لوبډلې د قزاقستان په «کوکپر ۲۰۲۶» نړیوالو سیالیو کې یې روسیه د ۵ پر صفر ماته کړه او خپله دویمه بریا یې هم ترلاسه کړه. د یادو معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان ملي لوبډلې د دوو پرلهپسې بریاوو په ترلاسه کولو سره بل پړاو ته لار موندلې ده.








