د کرکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړو په کابل کې د روږدو کسانو په روغتون د پاکستان پوځي رژیم برید په سختو ټکو غندلی او دا یې ستر جنګي جنایت بللی دی. د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي نوین الحق د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې چې یوازې ملګي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ویلي، چې د پاکستان او اسراییل ترمنځ توپير کول سخت دي.








