د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتي څانګې مرستیال، حسین احمد یوسفزی پر کابل د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې برید په کلکه غندلی او هغه یې د انسانیت پر وړاندې جرم بللی دی. نوموړي ویلي، د بېګناه ملکي وګړو په نښه کول د هېڅ ډول جګړې یا سیاسي هدف لپاره د توجیه وړ نه دي، او دا ډول بریدونه د سیمې د مظلومو خلکو پر وړاندې یو شرمناک اقدام دی. یوسفزي همداراز ټینګار کړی چې د شخړو حل باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې وشي، نه د بمونو او زور له لارې، او د برید د عاملینو د حساب غوښتنه یې کړې ده.








