د نړیوالې انرژۍ ادارې (IEA) راپور ورکړی، چې د غړو هېوادونو له بیړنیو زېرمو څخه به ډیر ژر نړیوالو بازارونو ته تېل عرضه شي. دغې ادارې ویلي، غړو هېوادونو ژمنه کړې،چې شاوخوا ۴۱۱٫۹ میلیونه بېرله تېل بازار ته وړاندې کړي. د راپور له مخې، ۲۷۱٫۷ میلیونه بېرله به له دولتي زېرمو، ۱۱۶٫۶ میلیونه بېرله د صنعت له اجباري زېرمو او ۲۳٫۶ میلیونه بېرله له نورو سرچینو برابر شي. د مالوماتو له مخې، د عرضه کېدونکو تېلو ۷۲ سلنه خام تېل او ۲۸ سلنه د تیلو محصولات دي. دغه راز ویل شوي چې د اسیا ـ پاسفیک د سیمې زېرمې به سمدستي او د اروپا او امریکا زېرمې به د مارچ میاشتې تر پایه بازار ته وړاندې شي. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو او د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تیلو د لېږد له ګډوډېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې لوړې شوې دي.








